نيـــــــــــــڅــــي
آخرين تاريخ به روز شدن: 11/11/2009

گيلان گل لوړگي گلونه زه كم نصيبه رانه دواړه پاته شونه

ساير صفحات: [1]

زه روان یمه سفر ته که راځی

درنه ځمه زه تورلحد ته که راځی

هله راشه چی دی ښکل کړم د زړه سره

بیا به نه یم که دیدن ته ته راځی

خلک کینی زړه خواله وکړی یو بل ته

تاله زړه نه غورځاولی یمه بهر ته که راځی

که دیدن پسی دی دواړه سترګی اوځی

په ماګرانه بیا به نه یم پدی چم کی که راځی

د بدن غوښی می ټولی شولی ورتی

اور می بیا په زړه بل کړی که راځی

زه که لاړمه پناه شوم د دی خړباب خیبره

بیا به ډیر درته مشکل وی که سلام ته می راځی

ادامه...

از کاتگوری: شعرونه
تاريخ درج: 02:50 11/11/2009 نويسنده: رحمتی گیلان وال نظرات(0)

زه دې کـــــــړم رســــــوا، چې رانــــــه لاړلـــــې

ژونـــــــدمې شو فنــــــا، چې را نــــــه لاړلــــې

مــــــا وې ،شي خــــوږه به مو د ژوند کيسه

آه څـــــه شــــــو له وفـــــــا چــې را نـــــــه لاړلې



مينـــــــه کښې ستيشوم، خداى ليدلى يم

مه کــــوه دعــــــــا، چـــــــې را نـــــــه لاړلـــــــــې



ادامه...

از کاتگوری: شعرونه
تاريخ درج: 02:20 11/11/2009 نويسنده: رحمتی گیلان وال نظرات(0)

هرڅوك به ځي له دي دنياله ډير آرمانه سره
د هرزري حساب به كيږي هر انسانه سره
انسانه فكر وكړه ځان ته چي ته څه وي
څو ورځي ته دخپلي مور غيږ كي ويده وي
ولي دي هير شو نن خبري كړى اسمانه سره
د هر زري حساب به كيږي هر انسانه سره
نه پكاريږي ښه شهرت او مالداري ددنيا
نه ښه ماڼۍ او ډير فوځونه تاجداري ددنيا
سپين دخامتا كفن به وړي له خپله ځانه سره
دهر زري حساب به كيګي هر انسانه سره
انسانه پريږده دغفلت خوبونه
هم ددنيا دمحبت خوبونه
دنيايوه كشتۍ ده دڅو ورځو امتحانه سره
دهر زري حساب په كيږي هر انسانه سره
مونږه پيدا يو عبادت لپاره
هم داسلام داشاعت لپار
تل په جګړه يو نا فرمان ابليس شيطانه سره
دهر زري حساب به كيږي هر انسانه سره

http://i29.tinypic.com/35k5yxx.gif

ادامه...

از کاتگوری: شعرونه
تاريخ درج: 04:41 25/10/2009 نويسنده: رحمتی گیلان وال نظرات(0)

نه د چا زړه کې شوم را تېر نه د چا خیال کې اوسم
ژوند مې یو ګونګ شانې تصویر دی په دېوال کې اوسم

په تا مین شوم نو د خدای تر مانا ورسېدم
څومره ثواب شوم او په څه واړه وبال کې اوسم

چې ېې ټول ژوند وي لیکل شوی دښامار په خوله کې
زه ها بدبخته شان رڼا یم څه چې لال کې اوسم

درپسې ډکې ډکې سترګې اړوم که راځې....
د زندګۍ لمر مې غورځیږي په زوال کې اوسم

ارمانه اوس نو در نه هېره شومه ښه ملګریه ...
چې نه دې سور کې چرته اوړم نه دې تال کې اوسم

ادامه...

از کاتگوری: شعرونه
تاريخ درج: 04:25 25/10/2009 نويسنده: رحمتی گیلان وال نظرات(0)
آنلاين: محمدظاهرکُلمانی, و 123 مهمان